د خوړو نړیوال پروګرام فاریاب کې ۷ زره بېوزله کورنیو سره مرسته کړې

ارشیف: افغانستان کې بېوزله کورنیو سره د مرستې رسونې یو انځور

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستو په ترڅ کې په فاریاب کې په زرګونو بېوزلو کورنیو سره د مرستې خبر ورکوي.

د افغانستان لپاره د دې پروګرام څانګې په یوه ټوېټ کې ویلي چې تېره اونۍ یې په دې ولایت کې له اوو زره هغو کورنیو سره د خوراکي موادو مرستې کړي دي چې د خوړو خوندیتوب نه لري.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په یوه ټوېټ کې ویلي چې د افغانستان نوي سلنه وګړي د خوړلو لپاره کافي خواړه نه لري.

دغې ادارې ویلي چې ۷۸ سلنه وګړو د ژوندي پاتې کېدو لپاره پور کړی او له څه باندې پنځوس سلنه بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه ټولنې په وینا د افغانستان له شل میلیون زیات وګړي د لوږې له بحران سره مخامخ دي.