تمه ده د ترکيې ولسمشر سبا له ولاديمير پوتين سره وګوري

ښي لور ته د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان او کيڼ لور ته د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين

تمه ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سبا د اکتوبر ۱۲مه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې په اسیا کې د متقابلو اړیکو او اعتماد جوړونې د کنفرانس په څنډه کې له خپل روس سیال ولادیمیر پوتین سره وګوري.

ترکي چارواکو له خبري اژانسونو سره په خبرو کې دا لیدنه تأیید کړې ده.

له دې مخکې د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف هم ویلي و، چې دواړه مشران به په استانه کې وګوري.

اردوغان چې هېواد یې د ناټو غړیتوب لري د روسیې او اوکراین په جګړه کې د یو منځګړي په توګه عمل کوي.

انقرې که څه هم پر اوکراین د برید له کبله انتقاد کړی خو د لویدیځ له هغو بندیزونو سره یو ځای نه‌شو چې پر مسکو یې لګولي.