افغان بزګران: په رسمي ډول د کوکنارو له کښت منع شوي نه یوو

ارشیف

د دې اوونۍ د زهرو کاروان په خپرونه کې راپور دی چې بزګران وايي، تر اوسه په رسمي ډول د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه دوی ته خبر نه دی ورکړل شوی.

په يوه بل مطلب کې به واورئ چې یوه تازه څېړنه ښيي، د الیکټرونيکي یا برقي سګرېټو څکول د سالنډۍ سبب کېږي.

دا چې اوس هم د افغانستان په ځينو سيمو کې کوکنار کرل کېږي په دې اړه له نشه يي موادو سره د مبارزې له يوه کارپوه ډاکټر ظفر سره مرکه شوې.

دغه راز د يوه معتاد خاطره او په پای کې ډرامه هم اورېدلای شئ.

د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د زهرو کاروان