رسنۍ: کونړ کې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې یو قومندان ټپي شوی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کونړ ولایت موقعیت

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې قومندان مولوي عبدالله یکشنبه په کونړ کې په یوه برید کې سخت ټپي شوی.

ټربیون ورځپاڼې دوشنبه د باوري سرچینې په حواله تایید کړې چې د کونړ په مروره کې د مولوي عبدالله د سورلۍ په موټر باندې بمي برید شوی.

د راپور په اساس په مولوي عبدالله سربېره د هغه دوه ساتونکي هم ټپیان دي او یو لاروی په دې بمي چاودنه کې وژل شوی.

عبدالله پخوا د باجوړ سرحدي ولسوالۍ قاضي وو او د ګڼو سیمه ییزو لانجو په هواري کې یې رول درلود.

تر دې مخکې د راپورونو په اساس د تحریک طالبان پاکستان یو مشر خالد خراساني له دوو نورو قومندانانو سره په افغانستان کې وژل شوی وو.