کابل ښاروالۍ د ودونو ۲۳ هوټلونه او تالارونه تړلي

په کابل کې د یوه هوټل انځور

د کابل ښاروالۍ وايي چې د ودونو ۲۳ هوټلونه او تالارونه یې د سرغړونو په سبب تړلي.

د دې ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې دوی ۱۲۸ هوټلونه څارلي او له ډلې یې پاس شمېر هوټلونو سرغړونې کړې وې او معیارونه یې په پام کې نه وو نیولي.

هغه وايي: "کابل ښاروالۍ د دې وظیفه لري چې د کابل په ښار کې د ودونو څه هوټلونه چې دي د چک لېست د معیارونو له رویه د محیطي صحت په اساس خپل معیارونه پرې تطبیق کړو. موږ په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لرو او اکثرو هوټلونه ځانونه له معیارونو سره برابر کړي. که نور هوټلونه ځانونه له معیار سره سم نه کړي کابل ښاروالي به له قانوني سره سم چلند ورسره وکړي."

یو شمېر کابل ښاریان په ځینو هوټلونو کې د روغتیايي معیارونو د نه رعایتیدو شکایت کوي.

کابل ښاروالۍ له هوټل دارانو غوښتي چې د دوی سپارښتنې په جدي توګه تطبیق کړي.