ایران کې حکومت ضد لاریونونو دوام؛ ځینو سیمو کې شخړې شوي

د مظاهرو له پیله تر دې دمه لسګونه مظاهره چیان او پولیسو په اخ او ډب کې وژل شوي.

د ایران په څو ښارونو کې د پوځيانو او لاریون کوونکو د شخړو راپورونه ورکړل شوي.

په سنندج ښار کې د دوشنبې په ماښام په مظاهره چیانو باندې د امنیتي ځواکونو د ډزو راپورونه راغلي.

خلکو شکایت کړی چې ټول ښار د امنیتي ځواکونو په محاصره کې دی او پر دوی انټرنېټ بند شوی.

سنندج کې وروستۍ څو ورځې د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ سختې نښتې شوي او د پولیسو له خوا څو لاریون کوونکي د راپورونو په اساس وژل شوي.

د ایران د پلازمېنې تهران په شمول په لسګونو لویو او وړو ښارونو کې د سپټمبر له اولسمې راهیسې سختې مظاهرې روانې دي.

قهرجن مظاهره چیان وروسته له هغه د رژیم پر ضد راووتل چې یوه ځوانه نجلۍ چې پولیسو بندي کړې وه په روغتون کې مړه شوه. خلکو تور ولګاوه چې مهسا امیني پولیسو په وهلو وهلو ووژله.

د مظاهرو له پیله تر دې دمه لسګونه مظاهره چیان او پولیسو په اخ او ډب کې وژل شوي.