افغاني سرې مياشتې ټولنې ميدان وردګ کې پر سېلاب ځپلو مرستې وېشلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ميدان وردګ ولايت موقعيت

د افغاني سرې میاشتې ټولنه د میدان وردګ ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې په پر سلګونو سېلاب ځپلو د مرستو د وېشلو خبر ورکوي.

دغې ټولنې نن په څو ټویټونو کې ویلي چې، د میدان وردګ د دایمیرداد ولسوالۍ په څه باندې پنځلسو کلیو کې یې ۴۴۵ سېلاب ځپلو کورنیو ته نژدې د څلور نیم ملیونه افغانیو نغدو پیسو مرسته وېشلې ده.

هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکړل شوي دي.

د افغاني سرې میاشتې د ټولنې په وینا څلور ورځې وړاندې یې هم د دې ولایت د سید آباد ولسوالۍ د مختلفو سیمو له ۴۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته کړې وه.

د يادونې ده چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د سېلابونو له امله خلکو ته ډېر زيانونه واوښتل چې اوس مهال مرستو ته اړتيا لري.