يو شمېر افغان خبريالان: طالبان دې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی پای ته ورسوي

ارشيف

یو شمېر افغان خبریالان وايي، لا هم په افغانستان کې د خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او په وړاندې يې محدودیتونه دوام لري.

دوی وايي په کابل او ولایتونو کې معلوماتو ته نه لاس رسی، د خبریالانو لنډمهالي توقیفونه، وهل ، ټکول او دوی ته ګواښونه هغه څه دي چې د خبریالانو د رسنیزو کارونو په وړاندې يې ستونزې ډېرې کړي دي.

دوی د طالبانو له حکومته غواړي، چې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د رسنیو ازادۍ ته ژمن و اوسي.

خاطره نوري چې په پلازمېنه کابل کې د یو خصوصي رسنۍ سره کار کوي ازادي راډيو ته يې وویل: "د خبریالانو غوښتنه له طالبانو دا ده چې باید د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي، رسنۍ سانسور نه‌کړي، د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي او خبریالان پرېږدي چې د قانون او خپل ژورنالېستکو ژمنو سره سم خپل رسنیز فعالیتونه وکړي."

طالبانو د ښځينه خبريالانو پر وړاندې سخت محدوديتونه لګولي دي - ارشيف

یو بل افغان خبریال چې نه‌غواړي نوم يې په دې راپور کې خپور شي وايي، رسنۍ د حکومت او ټولنې تر منځ د پُل حیثیت لري نو طالبان باید دا پل ونه نړوي.

نوموړی وايي: "پکار داسې ده چې طالبان رسنیو ته دومره اسانتیاوې رامنځته کړي چې خبریالان او رسنۍ دلته د امن احساس وکړي، په وړاندې يې باید هیڅ خنډ ونه اوسي او که خنډونه رامنځته کېږي نو خبریالان بیا هغه شان چې پکار ده کار نه‌شي کولای، نو زما غوښتنه داده چې د محدودیتونو پر ځای باید د رسنیو په وړاندې اسانتیاوې رامنځته شي."

که څه هم د طالبانو حکومت تازه د خبریالانو د دغو اندېښنو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې خو له دې وړاندې د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته ویلي و چېو په ټوله کې د رسنیو او خبریالانو حقوقو ته ژمن دي.

"پکار داسې ده چې طالبان رسنیو ته دومره اسانتیاوې رامنځته کړي چې خبریالان او رسنۍ دلته د امن احساس وکړي"

دا په داسې حال کې ده چې تازه په دایکندي کې د افتاب راډیو مسؤل مدیر میرزا حسیني د طالبانو له زندانه له څلور میاشتني بند وروسته راخوشې شوی دی.

ښاغلي حسینې د غبرګولی [جوزا]په درېیمه د طالبانو استخباراتو د سیاسي فعالیت په تور ونیوه، خو کورنۍ يې په نوموړي لګېدلي تورونه رد کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د ښاغلي حسینې د را خوشې کېدو هرکلی کړی دی.

د دې کمېټې مسول جمیل وقار ازادي راډيو ته وویل: "د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د میرزا حسیني د را خوشې کېدو هرکلی کوي او د دې ترڅنګ له ښکېلو اړخونو غواړي چې د رسنیو او بیان ازادۍ ته درناوی ولري. له حکومته مو غوښتنه دا ده چې د رسنیو اړوند ټولې قضیې د رسنیو د د سرغړونو د کمېسیون له لارې بر رسي او حل و فصل کړي."

جميل وقار

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې دغه شان پر خپل ټویټر لیکلي دي چې، د ښاغلي حسیني له راخوشې کولو وروسته اوس مهال په افغانستان کې هیڅ خبریال په توقیف کې نه‌شته، خو د افغانستان د خبریالانو مرکز [ AFJC] په یوه اعلامیه کې ویلي دي، په هرات کې د نوروز راډيو د خپرونو چلونکی خالد قادري لا هم د طالبانو په زندان کې دی.

خالد قادري د تېر ۱۴۰۰ لمریز کال په حوت میاشت کې په هرات کې د طالبانو له لوري ونیول شو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي دي، نوموړي ته په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېسبوک کې د طالبانو د حکومت په ضد د لیکلو په تور د هرات یوې سیمه‌ییزې محکمې د یو کال بند سزا ورکړه او لا هم په زندان کې دی.

په دې اړه نور: د طالبانو د بیا ځلي واک یو کال؛ ۳ افغان خبریالان وژل شوي، ۳۴ توقیف او ۱۳ وهل شوي

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسي چې له یو کال زیات وخت يې وشو ګڼ خبریالانو نیول شوي، وهل شوي او توقیف شوي دي.

د ازادي راډیو د موندنو له مخې، د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې تر اوسه ۳ خبریالان وژل شوي، ۳۴ بندیان شوي او ۱۳ نور خبریالان وهل شوي دي.