نن سهار وختي د اوکراين پلازمېنه کې چاودنې شوي دي

ارشيف

نن سهار وختي څو چاودنو د اوکراین د پلازمېنې کییف مرکزي برخه ولړزوله.

د کییف ښاروال، ویټالي کلیچکو نن په ټلګرام کې لیکلي: دغه چاودنې په شیف چیس کفسکي ساحه کې شوې دي.

نوموړي لیکلي چې، په دې اړه به جزییات وروسته خپاره شي، خو لا د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

عیني شاهدانو ویلي، داسې ښکاري چې دغه چاودنې د میزاییلو حملې وې.