د پوتين ادعا: کريميا کې هغه چاودنه چې يو لوی پل په‌کې ويجاړ شو اوکراين تنظيم کړې وه

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ادعا وکړه، هغه لویه چاودنه چې په اشغال شوې کریمیا کې د یوه لوی پله د ویجاړېدو سبب شوه یو «تروریستي» عمل و او د اوکراین ځانګړو ادارو تنظیم کړې وه.

دغه پله د روسیې تر اشغال لاندې کریمیا ټاپو وزمه د روسیې له خاورې سره تړلې وه.

پوتین په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون کرملین د خپل ټلګرام په کانال کې خپره کړې ویلي، شک نه‌شته چې دا د ټروریزم یو عمل دی او هدف یې د یوه خورا مهم ملکي بنسټ ویجاړول و.

هغه دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د روسیې د تحقیقاتي کمېټې له مشر الکساندر باڅریکین سره د شنبې ورځې د چاودنې د موندنو په باب د بحث لپاره وکتل.

د کریمیا دغه پل چې اوږدوالی یې ۱۹ کیلومتره و، ارزښت یې ۳ اعشاریه ۶ ملیارده ډالره ښوول شوی دی.

اوکراین د دې لوی پله د ویجاړولو مسؤلیت نه‌دی منلی.