د بشري حقونو يوه ډله: ايران کې د مظاهرو پر مهال تر اوسه ۱۸۵ کسان وژل شوي

ايران کې لاريونونه

په ناروې کې مېشتې دغې ډلې چې ایران کې د اعتراضونو وضعیت څاري، پرون یکشنبه وویل، وژل شویو کې ۱۹ تنه ماشومان هم شامل دي.

د ایران رژیم سره له دې چې مظاهرې ځپي، خو اعتراضونه لا هم روان دي.

اکثره اعتراض کوونکي غوښتنه کوي چې ایران کې باید د ایت الله علي خامنه‌یي رهبري وپرځول شي.

د ایران په ګڼو ښارونو کې دغه مظاهرې وروسته تر هغه پيل شوې چې د اخلاقي امنیت پولیسو د مهسا امیني په نوم ځوانه نجلۍ د حجاب نه مراعاتولو په تور توقیف او وروسته یې سا ورکړه.

پولیس وایي، هغه د زړه د حملې له کبله سا ورکړې، خو کورنۍ او خواخوږي یې وایي، نوموړې تر شکنجې لاندې وژل شوې.