د عراق په کردستان کې د پارلمان غړو عمومي ټاکنې يو کال وځنډولې

عراق کې ټاکنې - ارشيف

د عراق په خودمختاره سیمه کردستان کې د پارلمان غړو عمومي ټاکنې یو کال وځنډولې.

د کردستان د پارلمان د اعلامیې له مخې د ۱۱۱ استازو له ډلې ۸۸ هغو پرون یکشنبه د ټاکنو د ځنډیدو پرېکړې ته مثبته رایه ورکړه.

تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې د کردستان د پارلمان ټاکنې راتلونکې میلادي میاشت ترسره شي.

د کردستان د دیموکراتیک ګوند او وطن پرستو ټولنې ترمنځ سیاسي اختلافونه د دغو ټاکنو د ځنډیو اصلي لامل بلل شوی دی.