په ایران کې فعالانو د دولتي تلوېزیون ژوندۍ خپرونې هک کړې

په تلوېزیوني نشراتو کې پرون له دولتي چارواکو سره د ایران د رهبر ایت اله علي خامنه اي د کتنې راپور د څو شېبو لپاره مختل شو.

په ایران کې فعالانو د دولتي تلوېزیون ژوندۍ خپرونې هک کړې او په ایران کې یې د د دولت ضد اعتراضونو په ملاتړ تصویرونه او پیغامونه خپاره کړل.

په تلوېزیوني نشراتو کې پرون له دولتي چارواکو سره د ایران د رهبر ایت اله علي خامنه اي د کتنې راپور د څو شېبو لپاره مختل شو او پرځای یې د ځینو وژل شویو اعتراض کوونکو او مهسا امیني تصویرونه خپاره شول، هغه ځوانه ښځه چې تېره میاشت مړه شوه.

پر دې مهال د اورونو په منځ کې د خامنه اي عکس راڅرګند شو چې څنګ ته یې لیکلي وو: "زموږ سره یوځای شئ او ولاړ شئ. ویل شوي، چې د خپرونو د نشراتو مختل کول د «عدالت علي» په نوم د هکرانو د یوې ډلې کار و."

د مهسا امیني تر وژل کېدو وروسته له څو اوونیو په ایران کې اعتراضونه روان دي.

دغه ۲۲ کلنه ځوانه چې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه، له توقیف څخه په کوما حالت کې روغتون ته ولېږدول شوه او هلته یې ساه ورکړه.

اعتراض کوونکي وايي، هغې د شکنجې په نتیجه کې ساه ورکړې ده.