روسي چارواکو د اوکراین له ځینو سیمو د خپلو پوځیانو د ایستلو امر کړی

د جګړې په لومړۍ کرښه کې اوکرایني ځواکونه

د اوکراین په خرسون سیمه کې چې روسیې له خپلې خاورې سره تړلې اعلان کړې، د مسکو له لوري ګومارل شوي چارواکي وايي، له سختې مرحلې سره مخامخ دي او امر یې کړی چې د اوکرایني ځواکونو د لویې ځوابي حملې د خطر له کبله دې ځینې سیمې تخلیه شي.

ده پرون په ټیلګرام کې همداراز ویلي چې د روسیې دوې سیمې چمتو دي چې د اوکراین د خرسون ماشومان او لویان ومني.