روسیې د اوکراین جګړې لپاره نوی قوماندان وټاکه

د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او چپ لور ته د اوکراین جګړې لپاره نوی ټاکل شوی روسي جنرال سرګي سورو ویکین

د اوکرایني ځواکونو له ځوابي حملو او پرمختګونو وروسته د روسیې دفاع وزارت د اوکراین په جګړه کې د خپلو پوځیانو عمومي قوماندان تبدیل کړ.

د روسیې دفاع وزارت پرون شنبه وویل چې د هېواد د هوايي ځواک قوماندان سرګي سورو ویکین یې د اوکراین د جګړې قوماندان ګومارلی دی.

دا په یوه اوونۍ کې درېیم ځل دی چې د روسیې جګپوړي قوماندانان تبدیلېږي.