طالبان: د اورګاډي د شبکو له لارې نږدې ۹۴ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د خواف-هرات د اورګاډي د پټلۍ

د طالبانو په حکومت کې د اورګاډي د ادارې چارواکي وايي چې تېره اونۍ د هېواد د اورګاډي د شبکو له لارې نږدې ۹۴ زره مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

دې ادارې پرون د تلې ۱۶مه په یوه بیان کې ویلي چې په دې انتقالاتو کې یوازې ۳۳۷ ټنه بهر ته صادرات او پاتې ټول د نفتي او غیرنفتي موادو په ګډون واردات دي.

د اورګاډو ادارې په یوه بل بیان کې ویلي دي چې د خواف هرات د اورګاډي د پټلۍ د ترمیم چارې به تر دوو میاشتو پورې بشپړې شي.

بیان زیاتوي چې ایران ژمنه کړې چې ژرترژره به له همدې لارې خپل انتقالات پیلوي.