ملګري ملتونه: په افغانستان کې بېځایه شوې کورنۍ روغتیايي خدمات نه لري

ارشیف

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې کډوال او بېځایه شوي تر ډېره له صحي خدماتو بې برخې دي، نړیوال مکلف دي چې خلکو ته د بشري روغتیايي اړتیاوو د رسولو په برخه کې خپل بې پرې توب وساتي.

دې ادارې پرون پر ټوېټر خبر ورکړ چې د پروان ولایت په مرکز چارېکار ښار کې یې د پخوانیو جګړو شاوخوا ۲۲۰۰ کورنیو ته یې بشري مرستې رسولې دي.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د لویې کمېشنرۍ د راپور له مخې په افغانستان کې په تېرو پنځو کلونو کې د کورنیو بېځایه شویو په شمېر کې زیاتوالی راغلی او افغانستان د کورنیو بېځایه شویو د شمېر له پلوه په نړۍ کې شپږم هېواد دی.