اروپايي ټولنې اوکراین ته د مالي او پوځي مرستو پر برابرولو موافقه وکړه

اوکرایني ځواکونه

د اروپايي ټولنې مشرانو د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ ښار کې پرون په یوه غیررسمي غونډه کې اوکراین ته د مالي او پوځي مرستو پر برابرولو موافقه وکړه، خو د اروپايي مشران په دې غونډه کې د تېلو او ګاز د بیو د کنټرولولو په برخه کې موافقې ته ونه رسېدل.

د اروپايي ټولنې ډېری غړي هېوادونه غواړي چې د روسیې د انرژۍ پر سرچینو اتکا راکمه کړي.

اروپايي ټولنه له څو اونیو راهیسې په غړو هېوادونو کې د تېلو او ګاز د بیو په کنټرول بوخت دي، خو د کنټرول د څرنګوالي پرسر د اختلاف له کبله د دوی غونډو تراوسه نتیجه نه ده ورکړې.