فوربس مجله: کیلیان امباپي د نړۍ تر ټولو ګران بیه فوټبالر شوی

کیلیان امباپي

فوربس مجلې راپور ورکړی چې د پاریس د سنت جرمن د فوټبال لوبډلې مهاجم کیلیان امباپي د نړۍ تر ټولو ګران بیه فوټبالر شوی دی.

د راپور له مخې اټکل کېږي چې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې به د امباپې بیه ۱۲۸ میلیون ډالره وي او په دې توګه ۲۳ کلن امباپې د لیونېل میسي او کریستیانو رونالډو ریکارډ مات کړ.

د فوربز مجلې د کلني راپور په اساس د فوټبال په نړۍ کې د میسي ارزښت ۱۲۰ میلیون ډالر او د رونالډو ۱۰۰ میلیون ډالره اټکل شوی دی.