کندهار کې د معتادینو د درملنې د یوازني صحي مرکز خدمات ودرېدل

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د معتادینو د درملنې د یوازني صحي مرکز روغتایي خدمات د امکاناتو د نشتوالي له امله درېدلي دي. په دغه ولایت کې دا مهال په نشه د روږدو کسانو د درملنې کوم دولتي روغتون نه‌شته، خو د ګوتو په شمېر خصوصي مرکزونه د پيسو په بدل کې خدمات لري.

په کندهار کې د معتادینو د درملنې د یوازني صحي مرکز روغتایي خدمات د امکاناتو د نشتوالي له امله درېدلي دي.

په دغه ولایت کې دا مهال په نشه د روږدو کسانو د درملنې کوم دولتي روغتون نه‌شته، خو د ګوتو په شمېر خصوصي مرکزونه د پيسو په بدل کې خدمات لري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په نشه روږدي کسان د دغه ولایت په مرکزي زندان کې ساتي چې روغتیا پالان پر دغه ډول درملنه نیوکې لري.