د بښنې نړيوال سازمان: د ايران امنيتي ځواکونو 'زاهدان' کې لسګونه کسان وژلي دي

ايران کې لاريونونه

د بښنې نړیوال سازمان یا امنیستي انترنشنل پرون پنجشنبې په یوه راپور کې وویل چې، د زاهدان ښار په واټونو کې لږ تر لږه ۸۲ بلوڅ معترضان او عادي وګړي وژل شوي دي.

دغه سازمان ویلي چې، د ایران امنیتي ځواکونو تېره اوونۍ د جمعې د ورځې له لمانځه وروسته پر معترضانو ډزې وکړې او پر هغوی یې اوښکې بهوونکی ګاز وشینده چې په نتیجه کې یې ۶۶ کسان ووژل شول چې ماشومان هم په‌کې و.

دې سازمان همدارنګه ویلي، له هغې وروسته د زاهدان په نورو برخو کې د مظاهره کوونکو د ځپلو په پېښو کې نور ۱۶ تنه وژل شوي دي.

دې سازمان دا وژنې غیر قانوني بللي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په دغه راپور کې ویلي، له هغو شواهدو چې د فعالانو، د قربانیانو د کورنیو، عیني شاهدانو او د مظاهرو له تصاویرو څخه راټول شوي، ښکاري چې ښایي په زاهدان کې د وژل شویو کسانو واقعي شمېر له دې زیات وي.

ايران کې لاريونونه

د بشري حقونو دغې مدافعې ډلې دا په ایران کې د روانو مظاهرو په ترڅ کې چې د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني په نوم د یوې ځوانې نجلۍ د وژلو په وړاندې پیل شوي، تر ټولو مرګونې ځپنې بللې دي.

د بښنې د نړیوال سازمان ریسه اګنس کالامار وایي، ایراني چارواکو په ځلونو د انسانانو د ژوند حرمت ته په بشپړه توګه بې پروایي ښودلې او د واک د ساتلو لپاره پر هر ډول کړو وړو لاس نه نیسي.

د نوموړې په خبره د ایران د امنیتي ځواکونو له‌خوا دغه بې رحمانه تاوتریخوالی په یوه خلا کې نه ترسره کېږي بلکې هغه د سیسټماتیک معافیت او د نړیوالې ټولنې د کمزوري غبرګون نتیجه ده.

د سپټمبر په ۱۶مه د مهسا امیني له مړینې وروسته د حکومت ضد مظاهرو ټول ایران لړزولی دی.

ايران کې د الزهرا پوهنتون محصلان د لاريون پر مهال

د راپورونو له مخې تېره ورځ په طالش، کرمانشاه، شیراز، قم او تهران کې هم مظاهرې وشوې.

تېره ورځ په طالش، کرمانشاه، شیراز، قم او تهران کې هم مظاهرې وشوې.

د تهران په تجریش سیمه کې د نجونو یوې ډلې چې هلکان هم ورسره ملګري و، د اعتراض په توګه خپل حجابونه لیرې کړل او د تهران په یوه بله برخه کې یوه ډله مظاهره کوونکي داسې مهال له امنیتي ځواکونو سره په اخ و ډب کې ښکېل شول چې د ایران د لوی مشر ایات الله علي خامنه‌یې ضد شعارونه يې ورکول.

په زاهدان کې د بښنې نړیوال سازمان د په لسګونو مظاهره کوونکو د وژل کېدو خبر داسې مهال ورکوي چې تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان یا هیومان رایټس واچ ویلي چې، په تېرو اتلسو ورځو کې لږ تر لږه ۱۵۴ کسان د مظاهرو په ترڅ کې وژل شوي دي.

دې سازمان د چهارشنبې په ورځ وویل، ایراني چارواکو په ټول ایران کې د حکومت ضد پراخو لاریونونو د ځپلو لپاره له ډېر ځواک او وسلو څخه کار اخیستی دی.