چک له افغانستان سره ۲۰ ميليون چکي کرونو په ارزښت مرسته کوي

په خوست کې له بېوزله کسانو سره مرستې - ارشیف

په چک جمهوریت کې د افغانستان سفیر وايي، چک جمهوریت ژمنه وکړه د ژمي په موسم کې به له افغانانو سره د ۲۰ میلیون چکي کرونو په ارزښت مرسته وکړي.

دا ژمنه د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د پراختیايي همکارۍ او بشري مرستو د ادارې مشر پیتر ګاندالویک په پراګ کې د افغانستان له سفیر شهزادګل اریوبي سره په کتنه کې وکړه.

ښاغلی اریوبي وايي، دې ته په کتو چې چک جمهوریت اوس د اروپايي اتحادیې مشري په غاړه لري، د افغانستان د بشري وضعیت په اړه یې له چکي چارواکي سره خبرې وکړې او له هغوی څخه یې د لا نورو مرستو هیله وکړه.