د خوړو او کرنې سازمان له دوه ميليونه ډېرو افغانانو سره د کرنې برخه کې مرسته کوي

افغان کروندګر - ارشيف

د ملګروملتو د خوړو او کرنې سازمان وايي په څو اوونیو کې به په افغانستان کې له دوه میلیونه او ۷ لکه تنو سره د کرنې په برخه کې مرسته وکړي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د خوړو او کرنې د سازمان استازي دیک ترانشد ویلي چې د سږ کال تر پایه به د کرنې په برخه کې خپلې مرستې څه باندې ۹ میلیون تنو ته ورسوي.

د ده په وینا، کرنه په افغانستان کې د میلیونونو خلکو د اقتصاد لپاره د ملا تیر بلل کېږي خو وروستیو وچکالیو په دې برخه کې د افغانانو اقتصاد سخت زیانمن کړی دی.