د بې پولې خبریالانو ټولنه: طالبانو د رسنیو ځپلو په پار نوي مقررات وضع کړي

ارشیف

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په کابل کې د پرونۍ چاودنې په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

تر دې پېښې وروسته ځینو خبر ورکړ چې چاودنه د کورنیو چارو د وزارت دننه په جومات کې شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالنافع ټکور تر دې اوازو وروسته رسنیو ته په استول شوي پيغام کې وویل چې د وزارت په یوه فرعي جومات کې دا چاودنه شوې ده چې د کورنیو چارو د وزارت ځینې کارکوونکي هم هلته لمانځه ته ورځي چې له امله یې ۴ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

واشنګټن پوسټ لیکي چې طالبانو تر دې مخکې هم د پېښو د تلفاتو شمېرې ژر له رسنیو سره نه دې شریکې کړي او ډېر کله یې تلفات لږ یاد کړې دي او ورځپاڼه په کابل کې د تېرې اونۍ چاودنې ته اشاره کوي چې په دشت برچي کې د کاج په ښوونیز مرکز کې وشوه او لیکي چې طالبانو د دې پېښې تلفات نولس وښودل، خو د اسوشیتدپریس اژانس د معلوماتو له مخکې د دې چاودنې تلفات لږ تر لږه دوه پنځوس تنه و.

د کابل په پرونۍ چاودنه کې د ماښام لور ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وویل چې څلور تنه لمونځ غاړي وژل شوي او پنځه ویشت تنه ټپیان شوې دي.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې خپرونه:

د بې پولې خبریالانو ټولنه په خپله خپرونه کې لیکي چې د طالبانو حکومت د رسنیو د ازادیو د محدودولو او ځپلو په پار نوي مقررات وضع کړي دي.

خپرونه د هشت صبح او زاویه میډیا انټرنېټ پاڼو بندولو ته اشاره کوي او په دې ټولنه کې د افغانستان او ایران د برخې د مسوول په وینا لیکي چې طالبان د رسنیو د محدودولو او سانسورولو لپاره له خشونته کار اخلي او سختو مقرراتو استفاده کوي.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت په وروستیو کې د هشت صبح او زاویه میډیا ویبپاڼې بندې کړې. هشت صبح له شپاړس کلونو راهیسې ان لاین خپرونې کولې.

د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژي وزارت ویاند عنایت اله الکوزي د اونۍ په پیل کې له رسنیو سره د خبرو پرمهال ادعا وکړه چې دغو وېب پاڼو پورپاګند کاوه، درواغ خبرونه یې خپرول، ناسم معلومات یې ورکول او توازن یې نه ساته.

تر دې مخکې د مارچ په میاشت کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ وزارت د افغانستان لپاره د بي بي سي، امریکا غږ او دویچه ویله تلوېزیوني خپرونې د افغانستان دننه ودرولې.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې د خپرونې په باور، که څه هم د پروسږ کال د اګست له پنځلسمې راوروسته په افغانستان کې څلورو نویو رسنیو فعالیت پيل کړی دی، خو په دغه هېواد کې له پنځه سوه اووه څلوېښت رسنیو څخه د دوی له واکمنۍ راوروسته دوه سوه نولس رسنۍ بندې شوې دي.