امريکا: اوکرايين ته نږدې د روسيې له‌خوا د اټومي وسلو کارولو ته تياری نه‌شو تأييدولی

روسي ځواکونه په اوکرايين کې

امریکايي چارواکي وايي، داسې معلومات نه‌لري چې د رسنیو هغه راپورونه تأیید کړي چې ګنې روسیه به په اوکرایين کې یا اوکرايین ته نږدې د جګړې په ډګر کې د اټومي تاکتیکي وسلو کارولو ته د تیارۍ په حال کې وي.

د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې لارا کوپر پرون (د اکتوبر ۴مه) وویل دې، په دې اړه چې روسیې ښايي تاکتیکي اټومي وسلې په اورګاډي کې لېږدولي وي، تر اوسه یوازې د ښکاره سرچینو په اساس راپورونه لیدلي دي او زیاته یې کړه چې د امریکا پوځ داسې څه نه‌دي لیدلي چې د خپلو اټومي وسلو په دریځ کې بدلون راولي.

په دې اړه پرون د سپینې ماڼۍ له ویاندې کارین ژان پیرې څخه هم وپوښتل شول او هغې په ځواب کې وویل چې متحدایالات د اټومي وسلو مسئلې ته په ډېر جدي نظر ګوري خو هغې زیاته کړه چې تر اوسه داسې نښې نښې نه دي لیدل شوي چې روسیه به حتما په اوکرايین کې له اټومي وسلو کار اخلي.