افغان کرېکټ ملي لوبډله له پاکستان او بنګله دېش سره دوه تمريناتي لوبې کوي

ارشيف

په پام کې ده د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم، د پاکستان او بنګله دېش په وړاندې د نړیوالو شل اووره مسابقو په لړ کې دوه تمریناتي لوبې وکړي.

د کرېکټ نړیوالې شورا د خپاره شوي مهالوېش له مخې د سږ کال تر شل اووره مسابقو مخکې به د افغانستان ټیم د اکتوبر پر ۱۷مه د بنګله دېش او د اکتوبر پر ۱۹مه د پاکستان په وړاندې مسابقه وکړي.

په اسټرالیا کې دغه شل اووره نړیوالې مسابقې د اکتوبر میاشتې پر ۱۶مه پیلېږي او د نوامبر میاشتې تر ۱۳مې دوام کوي.

افغانستان به خپله لومړۍ رسمي مسابقه د اکتوبر پر ۲۲مه د انګلستان په وړاندې وکړي.