د افغانستان د موسيقۍ ملي انستيتيوت په پرتګال کې لومړنی کنسرت ورکړ

پرتګال کې د افغانستان د موسيقۍ ملي انستيتوب زده کوونکي

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت په بهر کې خپل لومړنی کنسرټ د پرتګال په پلازمېنه لیزبن کې ورکړ.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت چې له څه باندې یوه کال راهیسې یې غږ چپ و، په یوه نوي ځای، د پرتګال په پلازمېنه لیزبن کې موسیقي وغږوله.

د افغانستان د ملي سرود غږیدا په سالون کې د ډېرو افغانانو اوښکې توی کړې.

د سید انور هاشمي په نوم يو افغان وايي: "والا موږ خو ډېر خوشحاله شو چې خپل ملي سرود مو واورېد. دلته موږ ټولو ملګرو ځانونه نشوای ټینګولای چې اوښکې مو رانشي."

په سالون کې راټول شویو افغانانو اونورو نندارچیانو ډېر د خوښۍ او ویاړ احساس کاوه.

مروارید نظیف په نوم يو افغانه وايي: "نن د یوې افغانې په توګه ډېره خوشحاله یم چې خپل هېوادوال په اروپایي هېواد کې له دغسې لاس ته راړونې سره وینم."

د افغانستان د موسيقۍ د ملي انستيتوب زده کوونکي

له تېر کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د موسیقۍ په ګډون یې په ډېرو برخو سخت بندیزونه لګولي دي.

د موسیقۍ د ملي انیستیوټ له ۲۷۰ زیات زده کونکي، استادان او نور کارکونکي له افغانستانه ایستل شوي او لیزبن ته لېږدول شوي دي.

دوی ته د دې زمینه برابره شوې چې په ازادانه توګه په یوه خلاصه ټولنه کې موسیقي وغږوي.

د پرتګال د بهرنیو چارو وزیر وایي، د موسیقۍ ملي انستیتوت نړۍ ته د افغانستان د ښکلو هنرونو یوه بېلګه پېژني او هېواد یې په دې ډېر ویاړي چې دغه انستیتوت ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.

د افغانستان د موسيقۍ د ملي انستيتوب زده کوونکي

خوا ګومس کراوینهو وايي: "موږ پوهېږو چې یوه ورځ به دا امکان پیدا شي چې موسیقي بېرته په افغانستان کې وغږول شي. د دې لپاره مهمه ده چې دغه بهیر ژوندی وساتل شي او په پرتګال کې موږ ویاړو چې له دې کارسره مرسته کوو."

د موسیقۍ د ملي انستیتوت زده کونکي او استادان وایي، کلکه اراده لري چې د خپلو افغانانو استازیتوب ته به دوام ورکړي.

د شګوفې په نوم د موسيقۍ يوه زده کوونکې وايي: "موږ د هغوی غږ یو چې غږ نه‌لري او د هغوی لپاره چې په افغانستان کې دي، غږ یې اوچتوو."

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت په پام کې لري چې له افغانستانه بهر په مختلفو هېوادونو کې د دا ډول کنسرټونو په ترسره کولو سره افغاني موسیقۍ ژوندۍ وساتي، هغه دنیا ته ور وپېژني اوهم په دې توګه د افغانستان خلکو ته هیلې ورکړي.