ملګرو ملتونو افغانستان ته څه باندې یو میلیارد ډالره لېږدولي

ارشیف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما وایي، ملګرو ملتونو په تېر یوه کال کې څه باندې یو میلیارد ډالره افغانستان ته لېږدولي چې له میلیونونو هغو افغانانو سره چې سخت بشري مرستو ته اړ دي، د ژوند ژغورنې مرستې وشي.

یوناما نن په یوه ټوېټ کې د دغو مرستو وضاحت ورکړی او ویلي یې دي دغه نغدي مرستې یوه سوداګریز بانک ته ورکړل شوي نه د طالبانو چارواکو ته اوس پر افغانستان واکمن دي.

د دغو مرستو په دوام د افغانستان بانک پرون افغانستان ته د نورو ۴۰ میلیون ډالرو مرستې د رسېدو خبر ورکړ.

د افغانستان بانک په یوه ټوېټ کې د نړیوالې ټولنې له خوا د قانوني او منل شویو میتودونو له لارې هېواد ته د بهرنیو اسعارو د راتګ د هرکلي ترڅنګ غوښتنه کوي چې دا ډول مرستې دې د بانکي سکتور له لارې اداره شي.