د هشت صبح ورځپاڼې د ویب پاڼې بندولو غبرګونونه پارولي

هشت صبح ورځپاڼه

د بخښنې نړیوال سازمان د هشت صبح ورځپاڼې د ویب پاڼې د بندولو په اړه غبرګون وښود.

دغه سازمان وايي، پر ازادو رسنیو، د بیان پر ازادۍ او د غونډې پر حق د طالبانو پرله پسې بریدونه هغه لاملونه دي، چې ښيي دوی خپل مخالف نظریات ځپي.

هشت صبح ورځپاڼه وايي، طالبانو د سیاسي دلایلو له مخې د دوی ویب پاڼه ور بنده کړې ده.

خو طالبانو د دوشنبې په ورځ وویل چې د ورځپاڼې ویب پاڼه یې د دوی په خبره د کاذبو راپورونو د خپرولو په خاطر تړلې ده.