استرالیا کې د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغان لوبډلې تمرینات پیل کړي

افغان کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په استرالیا کې نړیوال جام ته د چمتووالي په هدف تمرینونه کوي.

تمه ده دا لوبډله د جمعې په ورځ یوه تمریني لوبه هم وکړي.

د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نړیوال جام ته د ښه چمتووالي په هدف په استرالیا کې خپل تمریناتي کمپ په لاره اچولې. د یادولو وړ ده چې د کرکټ ملي لوبډله به د اکتوبر په اوومه نېټه خپله تمریناتي لوبه ترسره کړي."

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو په لړ کې تر خپلې لومړۍ رسمي لوبې مخکې د پاکستان او بنګله دېش پر وړاندې دوه تمریناتي لوبې کوي.

په نړیوال جام کې بیا لومړنۍ لوبه افغانستان د اکتوبر په ۲۲ له انګلستان سره لري.