هلمند کې يوې ژورې څاه ته لويدلې نجلۍ ژغورل شوې ده

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هلمند ولايت موقعيت

په هلمند کې چارواکي وایي، یوه نجلۍ چې یوې ژورې څا ته لویدلې وه، ژغورل شوې ده.

دغه پېښه تېره ورځ د دې ولایت په واشېر ولسوالۍ کې رامنځته شوې.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستيال مولوي محمد قاسم ریاض وايي، دغه لس کلنه نجلۍ د واشېر ولسوالۍ د لر په حوزه کې یوې نوې وهل شوې ۶۰ متره ژورې برمې ته لویدلې وه چې تر ډېرو هڅو وروسته وژغورل شوه.

په هلمند کې څاته لویدلې دغه نجلۍ داسې مهال ژغورل کېږي چې له دې مخکې په ډېرو دا ډول پېښو کې ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سره له دې چې طالب امنیتي چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د خپلو سر لوڅو څاګانو سرونه پټ کړي خو لیدل کېږي چې دغه ستونزه تر اوسه نه‌ده هواره شوې.