پر کاج ښوونيز مرکز د بريد په غبرګون کې نجونو محصلانو مزار شريف کې لاريون وکړ

کابل کې د تېرې ورځې په غبرګون د ښځو لاریون

د کابل په لویدیځ کې د وروستۍ خونړۍ حملې په وړاندې د اعتراضونو په دوام نن په مزارشریف کې په لسګونو محصلو نجونو مظاهره وکړه.

په هغو ویډیو ګانو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، ښکاري چې معترضانې د عدالت غوښتنې شعارونه ورکوي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما نن د دغه برید د قربانیانو شمېر۴۳ او د ټپیانو ۸۳ تنه وښود.

مخکې یوناما د مړو شمېر لږ تر لږه ۳۵ تنه ښودلی و.

پر کاج ښوونیز مرکز د دغه برید چې مسؤلیت یې تر اوسه چا یا کومې ډلې نه‌دی اخیستی، د قربانیانو ډېری یې نجونې او ښځې دي.

تر دې مخکې په بامیان او هرات کې پرون د دغه برید په وړاندې مظاهرې شوې او د شنبې په ورځ هم کابل د یو شمېر نجونو او ښځو د مظاهرو شاهد و چې د طالبانو د وسله‌والو په هوایي ډزو تیت و پرکې شوې.

له هېواده بهر د کاناډا په تورنتو کې هم د یوه اعتراض ګډونوال د دا ډول حملو د مخنیوي غوښتونکي شول.