د ايران امنيتي ځواکونو تهران کې د پوهنتون له محصلانو سره شخړه کړې

ايران کې د پوهنتون محصلان

د ایران امنیتي ځواکونو د پلازمېنې تهران په یوه پوهنتون کې له محصلانو سره شخړه وکړه.

دا شخړه د هغو اعتراضونو پر مهال وشوه، چې په توقیف کې د یوې ځوانې ښځې مهسا امیني تر مړینې وروسته پیل شوي دي.

دغه ښخه د سپټمبر پر ۱۶مه مړه شوه، هغه د ګشت ارشاد پولیسو له خوا د ادعا له مخې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه.

د هغې تر مړینې وروسته د ایران په عوامو کې غوسه زیاته شوې او په بېلابېلو ښارونو کې اعتراضونه پیل شوي دي.

مظاهره چیان وايي مهسا امیني په توقیف کې د شکنجې په نتیجه کې وژل شوې ده.