يوناما: کابل کې پر کاج ښوونيز مرکز بريد کې د وژل شويو شمېر ۴۳ ته ورسېد

کاج ښوونيز مرکز تر بريد وروسته

د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت یا یوناما وايي، چې د کابل په لویدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د جمعې ورځې په حمله کې د وژل شويو شمېر ۴۳ ته ورسېد.

دغه دفتر نن سهار په یوه ټویټ کې لیکلي، چې په دې پېښه کې د ټپیانو شمېر ۸۳ دی، چې ډېری یې نجونې او ځوانې ښځې وې.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې د مړو شمېر لږ تر لږه ۳۵ یاد کړی و.

یوناما نن زیاته کړې، چې ممکن د مړو شمېر نور هم زیات شي.

د جمعې ورځې د حملې مسؤلیت چا نه دی منلی، خو تر دې مخکې د کابل په لویدیځ کې د دغسې حملو مسؤلیت د داعش ډلې خراسان څانګې منلی دی.