يو ان ډي پي: د ژمي په درشل کې د اړمنو افغانان لاسنيوي ته دوام ورکوو

ارشيف

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وایي، په افغانستان کې د ژمي په درشل کې د اړمنو کسانو لاسنیوي ته دوام ورکوي.

دغه بنسټ پرون (د تلې په لسمه) په یوه ټویټ کې ویلي، د ژمي پر مهال یې د روغتیایي خدمتونو د لومړیتوبونو او د خلکو پر ساتنې يې کار پيل کړی دی.

دغه صندوق همدا راز په یوه راپور کې اندېښنه ښودلې چې د افغانستان ۹۵ فیصده وګړي لا هم له لوږې سره مخامخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو.ایف.پي) را روان ژمی په افغانستان کې سخت بللی، خو د خپلو مرستو د دوام ډاډ یې ورکړی دی.