په پرتګال کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټیوټ کنسرټ ورکړی

د موسیقۍ ملي انسټېټیوټ زده کوونکي او شاګران د طالبانو له ډاره د ۲۰۲۱م کال په اکټوبر میاشت کې قطر او په ډسمبر میاشت کې پرتګال ته ورسېدل او هلته دېره شول.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د لومړي وار لپاره د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټیوټ پرون په پرتګال کې کنسرټ ورکړ.

د دغه بنسټ مشر احمد ناصر سرمست نن په خپل فېسبوک کې لیکلي، چې د پرتګال د کنسرټونو تر ټولو ستر تالار کې دغه کنسرټ په بریا ترسره شو او تود هرکلی یې وشو.

د سرمست په خبره په دې کنسرټ اتو هنري ډلو او ارکسټر خپل هنر نندارې ته وړاندې کړ.

طالبانو په افغانستان کې پر موسیقۍ محدودیت لګولی دی.

د موسیقۍ ملي انسټېټیوټ زده کوونکي او شاګران د طالبانو له ډاره د ۲۰۲۱م کال په اکټوبر میاشت کې قطر او په ډسمبر میاشت کې پرتګال ته ورسېدل او هلته دېره شول.