د اوکراین د لویې اټومۍ بټۍ د مشر خوشې کېدو غوښتنه وشوه

د زاپوریژیا اټومي بټۍ

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار ادارې، له روسیې د اوکراین د تر ټولو لویې اټومۍ بټۍ د مشر د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

راپورونه وايي، ایهور موراشوف د روسیې د پوځ له خوا نیول شوی دی.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار ادارې مشر رافایل ګروسي پرون دا غوښتنه داسې مهال وکړه، چې موراشوف وړمه ورځ له زاپوریژیا اټومي بټۍ د اینرهودار ښارګوټي پر لوري د تګ په حال کې ونیول شو.

د اوکراین یوې دولتي ادارې چې پر اټومۍ بټۍ څار کوي، ویلي د اټومي بټۍ دغه مشر یوه نامعلوم لوري ته بېول شوی دی.

رافایل ګروسي هیله ښوولې چې ایهور موراشوف به ډېر ژر په خوندي ډول خپلې کورنۍ ته ستون او د زاپوریژیا اټومي بټۍ د فعالیت د دوام لپاره خپل مهم کار ته دوام ورکړي.

روسي چارواکو د دې پېښې په باب تبصره نه ده کړې.