په خوست کې د زلزلې د زیانمنو کورنیو لپاره کورونه رغول کېږي

د افغانستان په جنوب ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله سلګونه کسان مړه او زیات شمېر کورونه ونړېدل.

یوه مرستندویه ټولنه د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې د زیانمنو کورنیو لپاره د استوګنې کورونه رغوي.

باختر دولتي خبري آژانس طبیعي پېښو ته د رسېدنې وزارت د سرچینو له قوله خبر ورکوي چې د دې وزارت معین پرون د ابرار په نوم موسسې ته په سپېرې ولسوالۍ کې د متضررو کورنیو لپاره د دایمي استوګنځایونو د رغونې د چارو د پیل اجازه ورکړه.

د سرچینې په وینا ابرار ټولنه د ملګروملتونو د بشري مرستو د سمون د ادارې یا اوچا د ۶۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۲۶۳ زیانمنو کورنیو لپاره د استوګنې د دایمي کورونو دا پروژه رغوي.