روسي ځواکونه د اوکراین له ختیځ لیمان ښاره وتلي

لیمان کې اوکرایني ځواکونه

څو ساعته وروسته له دې چې کییف د اوکراین د ختیځ په لیمان ستراتیژیک ښار کې د روسي ځواکونو د کلابندۍ خبر ورکړ، د روسیې دفاع وزارت اعلان وکړ چې له دې ښار څخه یې خپل ځواکونه ایستلي دي.

د اوکراین دفاع وزارت پرون وویل چې ځواکونه یې لیمان ښار ته ننوتي دي.

لیمان په وروستیو ورځو کې د اوکرایني ځواکونو د دفاعي حملو مرکز و.

په همدې حال کې کییف ویلي دي چې تر هغه وخته به د سولې خبرې ونه کړي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ژوندی وي.