د اوکراین په یوه اشغال شوې سیمه کې نږدې ۵۰۰۰ روسي سرتېري محاصره شوي

لیمان کې اوکرایني ځواکونه

د اوکراین په ختیځ کې د ځواکونو ویاند سیرهي چیرواتي نن خبر ورکړ چې په دونیڅک کې د لیمان د ریلګاډي د مرکز له مهمې سیمې سره دوی روسیي پوځیان محاصره کړې دي.

د چیرواتي له اټکل سره سم د محاصره شویو روسیي پوځیانو شمېر نږدې پنځه زرو ته رسېږي.

دا یوه له هغو سیمو څخه ده چې روسیې په غیرقانوني توګه له خپلې خاورې سره د هغې د یوځای کېدو ادعا کړې ده.

روسانو د دونیڅک په شمال کې د عملیاتو لپاره د لیمان د ریلګاډي له مرکزه د لوژیستیک عملیاتو لپاره استفاده کوله.

مسکو تر اوسه په دې سیمه کې د محاصره شویو روسیي پوځیانو په اړه څه نه دي ویلي.