د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون: په خوست کې د رڼا غږ راډیو فعالیت ودراوه

ارشیف

د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون وايي، په افغانستان کې د رسنیو د بندېدو په دوام کې په خوست ولایت کې د رڼا غږ راډیو فعالیت ودراوه.

د دغه فدراسیون له خبرپاڼې سره سم، چې پرون شنبه یې خپره کړې ده، رڼا غږ د مالي ستونزو له کبله د سپټمبر په دېرشمه خپرونې ودرولې.

د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون زیاته کړې چې په افغانستان کې د رسنیو د بندېدو د دوام له کبله اندېښنه لري.