ترکیې هم د روسیې له خاورې سره د اوکراین د څلورو برخو یوځای کېدل وغندل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سپټمبر په دېرشمه یو سند لاسلیک کړ چې د خپل هېواد له خاورې سره د اوکراین د دونیڅک، لوهانسک، خرسون او زاپروژیا د یوځای کېدو هڅې ته رسمیت ورکوي.

ترکیې هم د روسیې له خاورې سره د اوکراین د څلورو برخو د یوځای کېدو لپاره د مسکو هڅه وغندله.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، روسیې په جدي ډول د نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سپټمبر په دېرشمه یو سند لاسلیک کړ چې د خپل هېواد له خاورې سره د اوکراین د دونیڅک، لوهانسک، خرسون او زاپروژیا د یوځای کېدو هڅې ته رسمیت ورکوي.

امریکا، بریتانیا، جرمني، سویډن او پولنډ دا اقدام غندلی دی.