ایران کې د لاریونونو پر مهال ۹ بهرنیان نیول شوي

په ایران کې پراخې مظاهرې وروسته تر دې پیل شوې چې څه باندې دوې اونۍ مخکې دوه ویشت کلنې مهسا امیني د پولیسو د وهلو له امله ساه ورکړه.

د ایران د استخباراتو وزارت د تېرو څو ورځو په لړ کې د مظاهرو پر مهال د نهه تنو بهرنیانو د نیولو خبر ورکړ.

د دې وزارت خبرپاڼه پرون ایرنا رسمي اژانس خپره کړه، په دې کې راغلي دي چې په نیول شویو کې د جرمني، پولنډ، ایټالیا، فرانسې، هالنډ او سویډن اتباع شامل دي.

په ایران کې پراخې مظاهرې وروسته تر دې پیل شوې چې څه باندې دوې اونۍ مخکې دوه ویشت کلنې مهسا امیني د پولیسو د وهلو له امله ساه ورکړه.

د ایران پولیس وایي، پر مهسا د زړه حمله راغلې وه او په دې اړه تحقیقات کوي.

د مهسا تر مرګ وروسته د اعتراضونو په ترڅ کې نږدې اتیا کسان وژل شوې دي.