اوکراین له ناټو سره د یوځای کېدو وړاندیز لاسلیک کړی

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

اوکراین هغه وړاندیز لاسلیک کړی دی چې له ناټو سره د دغه هېواد د یوځای کېدو چارې ګړندۍ کوي.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي پرون وویل چې د اشغال کوونکو له لوري د دوی د خاورې د هرې برخې د بېلېدو د مخنیوي لاره همدا ده چې اوکراین پياوړی شي او سوله ټینګه شي.

زیلینسکي زیاته کړه چې روسیه له دوی غلا کوي.

د ده اشاره دونیڅک، لوهانسک، خرسون او زاپروژیا ته وه چې هلته ماسکو ټولپوښتنه وکړه او ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د روسیې له خاورې سره د دې سیمو د یوځای کېدو سند لاسلیک کړ.