افغاني سرې مياشتې ټولنې د خوست له ۴۰۰ زلزله‌ځپلو کورنيو سره مرستې کړي

د زلزله‌ځپليو سيمو انځور - ارشيف

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې یې له ۴۰۰ زلزله‌ځپلو کورنیو سره مرستې کړي دي.

دغې ادارې پرون په څو ټیونو کې ویلي چې، په دغو مرستو کې چې ترکیې ورسره کړي، وریجې، لوبیا، بوره، مکروني، چای، غوړي، او بیسکوټ شامل دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې زلزله‌ځپلي د را روان ژمي په درشل کې نورو مرستو ته اړتیا لري.

په خوست او پکتیا ولایتونو کې په تېر دوبي کې سختې زلزلې له زرو زیات کسان مړه او په لسګونه زره نور بې کوره کړل.