د طالبانو حکومت: تر اوسه مو د کابل له ښار ۹۵۰۰سوالګر راټول کړي

ارشيف

د طالبانو حکومت وایي، د کابل ښار لپاره ګومارل شوې د سوالګرو د را ټولولو کمېټې تر اوسه له دې ښاره نژدې نهه نیم زره سوالګر راټول کړي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې پرون د طالبانو د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له دفتره خپره شوې ویل شوي چې، د دغو سوالګرو په منځ کې ۶۴۹۵ یې ښځې، ۲۱۷۶ ماشومان او ۷۷۶ نارینه دي.

طالبانو ویلي، له مستحقو سوالګرو سره به په دوامداره توګه مرستې کېږي خو تر اوسه نه‌ده څرګنده چې د مرستو مستحق سوالګر به په څه ډول په نښه کېږي.

د طالبانو حکومت له کابل ښاره د سوالګرو د را ټولو بهیر درې اوونۍ مخکې پیل کړ.

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي د طالبانو دغه اقدام ستایي خو وایي چې باید دغو کسانو ته د کار زمینې برابرې شي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په دې هېواد کې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ کچه خورا زیاته شوي او ورسره داسې شکایتونه هم راپورته شوي چې د نړیوالو مرستې په سمه توګه مستحقو کسانو ته نه رسیږي.