د کډوالو عالي کمېشنرۍ کندهار کې پر ۱۳۷ کورنيو سولري کيټونه ويشلي دي

ارشيف

د ملګروملتونو د کډوالو اداره یو ان ایچ سي آر وایي، د افغانستان په جنوب د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې یې پر۱۳۷ کورنیو سولري کیټونه ویشلي دي.

دغې ادارې په یوه ټویټ کې ویلي، دا هغه کورنۍ دي چې په افغانستان کې دننه له بې ځایه کېدو، یا له بهره بېرته خپلو سیمو ته راستنې شوي یا هم په سیمه کې مېشتې زیانګالې کورنۍ دي.

دغې ادارې په یوه بل ټویټ کې د زابل په مرکز قلات کې له راستنه شویو سره د روغتیا په برخه کې د لومړنیو روغتیایي خدمتونو د یوه مرکز د پرانيستلو خبر هم ورکړی.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ ويلي، دغه مرکز به په سیمه کې ۱۳۷۰۰ په کور دننه بې ځایه شویو او له بهره راستنو شویو زیانګالو خلکو ته روغتیایي خدمتونه رسوي.