ايران کې حکومت ضد لاريونونه؛ د تېلو د شبکې کارکوونکو د کاري اعتصاب ګواښ کړی

ايران کې حکومت ضد لاريونونه

د ایران د تېلو د شبکې کارکوونکو خبرداری ورکړی چې که د ایران حکومت په دې هېواد کې د اعتراض کوونکو له ځپلو لاس وا نه‌خلي، دوی به کاري اعتصاب وکړي چې دا کار به د دې هېواد اقتصادي سکتور له پښو وغورځوي.

د تېلو د شبکې د قراردادي کارکوونکو شورا پرون په یوه اعلامیه کې وویل، دوی د ښځو او لوږې په وړاندې د ورځني او منظم تاوتریخوالي پر ضد د خلکو د مبارزې ملاتړ کوي.

ایران له داسې نا ارامیو سره مخامخ دی چې لمن یې د دې هېواد اتیا وړو او لویو ښارونو ته غځېدلې.

دغه ناکراري وروسته له هغې پیل شوې چې د سپټمبر په ۱۳مه د تهران د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د وژل کېدو خبرخپور شو.

ویل کېږي، نوموړې چې د حجاب د نه مراعتولو له امله نیول شوې، د وهلو ټکولو په نتیجه یې ساه ورکړې ده.

د ایران د بشري حقونو سازمان پرون وویل، په ایران کې د حکومت ضد مظاهرو په نتیجه کې تر اوسه لږ تر لږه ۷۶ کسان وژل شوي دي.