نن د اوکراین په څلورو سیمو کې د روسیي د تحمیلي ټولپوښتنې وروستۍ ورځ ده

روسیې له خپلې خاورې سره د لوهانسک، دونتڅک، خرسون او زاپوریژیا د یوځای کېدو په هدف دا ټولپوښتنه پنځه ورځې وړاندې پيل کړه.

نن د اوکراین په څلورو سیمو کې د روسیي د تحمیلي ټولپوښتنې وروستۍ ورځ ده.

روسیې له خپلې خاورې سره د لوهانسک، دونتڅک، خرسون او زاپوریژیا د یوځای کېدو په هدف دا ټولپوښتنه پنځه ورځې وړاندې پيل کړه.

اوکراین، لویدیځو هېوادونو او ملګرو ملتونو دا ټولپوښتنه ناقانونه بللې او غندلې یې ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، د مسکو دا اقدام ځان ښودنه ده او یوازنی هدف یې دادی چې د اوکراین د خاورې یوه برخه له خپل هېواد سره یوځای کړي.

روسیې په دغو څلورو سیمو کې خپل ملاتړي مشران ټاکلي او دغه ټولپوښتنه هم د نړیوالو خپلواکو څارونکو له حضور پرته ترسره کېږي.