په ایران کې د حکومت ضد لاریونونه دوام لري

صحنه یی از اعتراضات مردمی در ایران

په ایران کې بېګا هم د حکومت ضد لاریونونو دوام درلود.

خلک شاوخوا لس ورځې مخکې وروسته له هغه د مظاهرو لپاره راووتل چې یوه ځوانه زنداني شوې نجلۍ روغتون ته په رسېدو مړه شوه.

قهرجن مظاهره چیان د ایران امنیتي ځواکونه د مهسا امیني د وژنې مسوول بولي.

د مظاهرو پر مهال تر دې دمه د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې د پولیسو په ډزو سره لږ تر لږه ۳۰ مظاهره چیان وژل شوي. تر زرو زیات مظاهره چیان هم نیول شوي دي.

د ایران چارواکو له مظاهره چیانو سره د نښتو پر مهال د پولیسو مرګژوبله هم تایید کړې خو دقیق ارقام یې نه دي اعلان کړي.